شعر
ﻻړ پرﻻړ پېيلي غرونه
عبدالباري جهانيدغه زما توپاني قام دی
دغه توري سپيني ږيري
دا ببر ببر ﻻسونه
دا سرې سرې دا غټي سترګي
له هيبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټي
د فوﻻدو مړوندونه
غيرتي ډبرين زړونه
دا زيږې زيږې خبري
دزمريو آوازونه
په سرونو کي يې شور دی
په سينو کي توپانونه
دا کږې وږې بګړۍ به
يوه ورځ سره غونډيږي
تريو څو جرګو راوروسته
د تو پان په دود خروښيږي
د کلو تږي درې به
بيا په وينو اوبه کيږي
د غليم په بنګلوکي
هلته بل ميوند جوړيږي
جلا ﻻ به را ژوندی کي
داکبر په ميخانوکي
درز به واچوی سينو کي
ډاربه وچوي په زړو کي
د جنجر عکس به يوسي
جهانګير ته په جامو کي
د اورنګ شراب به ورکي
دسرونو په جامو کي
دا تر پښو ﻻندي قبرونه
داهير سوي لحدونه
هر لحدئې افتخار دی
پکې پټ دي داستانونه
دا تاريخ د ميړنيو
دنيکونو يادګارونه
هره پاڼه يې غيرت دی
په هر باب کي توپانونه
دا په وينو روزل سوي
دا لاله دا سره ګلونه
دادغرونو لوړي څوکي
په لمنو کې لعلونه
يو دبل په غېږ اغوستي
دا وطن دعقابانو
دا ځالۍ ده د بازانو
دا خيبر دی دا شمشاد دی
قتل ګاه د پرنګيانو
دا سرکښه دا مغروره
عزرائيل د دښمنانو
هر سيلاب يې بت شکن دی
هره دښته يې ميوند دی
د توپانه ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلمند دی
هر وړوکی يې در يا دی
اپريدی دی که مومند دی
پکښي غورځي دپلار وينه
د ميرويس نيکه پيوند دی
دا ميوند ميوند دښتونه
دا هلمند هلمند رودونه
له غيرته ډکه مېنه
دا اټک اټک سيندونه
په څپو کي يې رزمونه
په هر موج کي سيلابونه
دا وطن دی د زمريو
دا هيواد به آزاديږی
دا دمست پښتون ولس دی
دا په وينو کي غوريږی
په جګړه کي يې پلار مړ دی
چې ميدان ويني مستيږی
هيبت پروت دی دې ﻻسو کي
زولنی ځني بيريږي
وايي زيری دطغيان دی
ﻻ سبا تو پاني کيږي
بيا به ګرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښتونه
بيا به سور دسمال تر ملا کي
بيا به تاو کي چنګ بريتونه
له آمو تر اباسينه
سره يو به کي موجونه
کي به ناڅي ښکلي پېغلي
سپيني لېچي سره ﻻسونه
کي به ځي کاروان داوښو
ور آزاد به وي مزلونه
کوچۍ ښکلې به ور واخلی
تر سالو ﻻندي ګامونه
يوه ورځ پر دغه ځمکه
په همدې تنګو درو کي
دآمو مستو څپو کي
داټک د سيندموجو کي
تر همدغه آسمان ﻻندي
د همدی خاورې دښتو کي
دبازانو له ځاليه
د عقاب په آشيانو کي
د پړانګانو په کوروکي
د همدې غرونو لمن کي
دغو ورانو خرابو کي
دسکندر لېچي وې ماتي
د چنګيز پر کور ناورين ؤ
د اورنګ خنجر يې پڅ کۍ
دبابر زړه په غمګين ؤ
د فرنګ توپ يې خاموش کۍ
دبابا زړه يې ﻻ شين ؤ
هره تيږه يې پامير ؤ
هر لښتی يې اباسين ؤ
دغه شين آسمان شاهد دی
دغه ستورو هم ليدلو
دغه لمر دغه سپوږمۍ وه
دغه وريځو هم کتلو
د سبا د جنګ په طمع
موږ دا نن ﻻ خروښيدلو
د سرونو بازار تود ؤ
مستانه باندي ورتللو
بيابه ګورئ بيا به وينئ
پر دې مځکه قيامونه
زندانونه به ماتيږی
ترې را وځي به مړونه
شخي شخي به شملې وي
تور ببر ببر بريتونه
دملالي د ننګ چيغي
پر دښمن باندي تاختونه
بريالي به را روان وي
دنيزو پر سر، سرونه
بيا اختر به وي د فتحي
په سرو وينو سره ﻻسونه
نړوي به سوځوي به
دزاړه دښمن قصرونه
هيبتي نارې به واورئ
لړزوي به آسمانونه
بيا به دا آسمان شاهد وي
زموږ د فتحي د جشنونو
خم به سرپرسرتشيږی
د مستانو په جامونو
غليمان به فراريږی
دايمل بابا له غرونو
څوچي غرونه وي پر ځمکه
څوسيندونه ﻻ بهيږی
څو مجمر دآسمان تود وي
د جهان پر مخ ځليږی
څوچي وريځ پر آسمان ګرځي
څو چي څاڅکي ترې توئيږي
څو په نوم انسانيت وي
د بشر په نوم ياديږي
د پښتون قام به ژوندی وي
او همدلته به اوسيږي
دغه زما غيور ولس دی
دغه زما توپاني قام دی