غزل
لاشوم خوبولی د سحر د باد خرامه
امیر حمزه شینواریلاشوم خوبولی د سحر د باد خرامه
دا دې له کوم رنگه خبر راوړ له گلفامه
ذوق د مينوشۍ مې پاکيزه ضمير لرينه
نه دی اموخته چې به کړي گوټ له جوټه جامه
پنجې مې د برق غوندې دي باز د ملکوت يم
نيسه گرگسان دې د مردارې دنيا دامه
خدايږو چې پېرزو مې سر کوزي په مينه نه ده
وځه له چشمانو مې د ښکليو احترامه
يو يم په څه شان به يو تسکين درته پيدا کړم
ته شه يک زبان د ارمانونو ازدحامه
ښکليو ته د مينې آيينه په مخکې مه ږده
سم کاته که غواړې ته له دې سنگدله قامه
ښکاري چې زه ستا په طلبگارو کې ډېر ښه وم
ځکه دې په واړو کې ډېر بد شومه له نامه
جذبه چاپلوسه ته د عشق د وطن نه يې
ورک شه د هوس مخبره لرې شه غلامه
کېږي په کثرت درته بې واره سلامونه
خدای دې هسې نه کړي چې به تش درومي سلامه
ته چې وايې پاک دی زما حسن له خامۍ نه
تا زده چې بيا ولې زما مينه گڼې خامه
ځای دې دخاصانو په لېمو کې پيدا نه شو
ډېرې دې پېښې دخاص الخاصو وکړې عامه
بلې چې ډيوې د انتظار کړې د مېنو
ځکه مخ روڼی دې همېشه کېږي نماښامه
عقل مکمل شي په لوړتيا د لېونتوب کې
خاندې لېوني دې حمزه، گوره يې له بامه