شعر لمونځ د شکرانې کوه یار دا دنیا هم ښکلې ده پیر محمد کاروان د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دلته له آدم سره حوا بي بي راغلې ده کیف د جنتونو یې په لپو کې راوړی وو 02 دا ماشومه ځمکه یې په مینه پرې مینځلې ده دلته د مریم او د عیسی زلفو خوشبو خوره 03 دې دنیا خوږه د محمد موسکا لېدلې ده دا رنګونه ټول په زړه کې و نغاړه مین اوسه 04 هره شېبه ستا معشوقه تاته موسېدلې ده بیا یو ځل ماشوم شه د مورَکې الاهو واوره 05 دا نغمه چې اورې په جنت کې غږېدلې ده دا ماشومان ګورې د جنت د بڼ طوطیان به وي 06 ځمکه یې چغار لره په کټ کټ خندېدلې ده ستا پر سوي زړه چې پاغوندې غوندې نغمه راغله 07 نوشِ جان کاروانه څه خوږه را ورېدلې ده ۲ قوس ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل د قاموس مانا × اصلي کلمه