نظم
لومړی باب د عبادت په بيان کې
خوشحال خان خټکد مولا ښه عنايت دی
که پوهېږې عبادت دی
فرايض، که واجبات دي
چې تعيين په خپل اوقات دي
پرستش دې دخدای کېږي
هر سنت دې په ځای کېږي
قبايح دي، که حرام دي
چې نومړي نام په نام دی
همه واړو وته شا کړه
ترکول يې په رښتيا کړه
غاړه امروته کښېږده
هر چې نهې واړه پرېږده
پيروي دپاک رسول کړه
د نبي حکم قبول کړه
هر ملوک چې عبادت کا
مخ د خدای په ښه طاعت کا
په هر وخت کې به ښاد اوسي
له دنيا به ايمان يوسي
په طاعت چې د خدای خپل شي
هر مراد به دې حاصل شي
چې سلطان د خدای فرمان وړي
نور به حکم د سلطان وړي
ورځ دې کار د خلايق کا
عبادت دې د خالق کا
هره شپه دې عبادت کا
ورځ دې کار د رعيت کا
رعيت وي که سپاه وي
په خصلت دخپل بادشاه وي
که بادشاه يې عبادت کا
عبادت يې رعيت کا
څو دده په ملک کې ښه شي
دده بخره به ويشه شي
هر سلوک چې د ملوک وي
دعالم هغه سلوک وي
که ملوک خپل فراغت کا
نه دخدای بنده گي، طاعت کا
رعيت به يې خراب شي
آخرت به يې خراب شي