غزل

ما چې نظر وکړو په ذرات په موجودات

خوشحال خان خټک

ما چې نظر وکړو په ذرات په موجودات

گول په جهان راغلم ترې به گول درومم هيهات

يو څادر تر ميان وي فهم پاتې شي له کاره

دا هومره کېسې، هومره ادراک د سماوات

هيڅ نبي ولي يې درست اسرار موندلي نه دي

لويه کارخانه ده که وگورې کاينات

وزېږي له نوحه د طوفان په موج فنا شي

زوی د ازر ومومي له ناره نه نجات

کار د بل حکيم دی چې څه کاندي هسې کاندي

واړه سر در گم دي دا آبا، دا امهات

دخل د ساعت، د طبيعت دی که د نور څه

نېک زېږي له بدو، له بد ذاتو نه نېکذات

هومره علم زده کړه چې فرښتو ته سبق ورکړې

بيا به خبر نه وې د جهان په ترهبات

رددی که مقبول دی که معقول که نامعقول دی

گوره ننداره کړه، تر دا دم مه وهه زيات

سر په سجده کېږدې وايې نمونځ کوم خوشاله!

زړه ته نظر نه کړې، په کې څو لات و منات