غزل

ما خو توبه وکړه، که زړه هم راسره مل شي

خوشحال خان خټک

ما خو توبه وکړه، که زړه هم راسره مل شي

عشق دی چې همېش يې په توبه باندې يرغل شي

ډېر کاندي فکرونه ، دا سړی په ډېر رنگونه

کاشکې د چا چارې په دا خپل فکر فيصل شي

څو وايې پندونه ، درومه ای نصيحت گويه!

زه څه هغه نه يم چې و ما وته اټکل شي

هومره رسواييې، دم وهل له پارساييه

راشه که يې گورې چې دا څه دغا، دغل شي

کار د عاشقيه څه آسان او سهل نه دی

اوس چې پښېماني کړې دله! دا فکر اول شي

زهد په لاس واخلم، چې به نه گورم دلبر ته

خيال يې د زلفينو راته بيا دزهد غل شي

زه وايم که تل د ښايسته وو ننداره کړم

شرم د پيريې تر دا منځ راته خلل شي

تل به په ارمان لکه مگس مږي لاسونه

ياد يې چې په زړه د شاه د لام و بې عسل شي

اور د محبت دی چې زما په زړه کې بل شو

گوره په دا اور به اور په څو ځايه نور بل شي

زه په بېلتانه کې د وصال نارې وهمه

څوک چې اوبه واخلي و پاياب وته يې ځغل شي

کښېنمه په طمعه د مين د مخ په اور کې

نور ځايونه پرېږده، که تنور راته بورجل شي

نه رسي تر ياره هر چې ډېرې اندېښنې کا

نورې قصې پرېږده ، دعشق کار په توکل شي

گډ شم په گلشن کې، لمن ډکه کړم له گلو

بيا بېخوده لاړ شم، واړه گل را څخه تل شي

هر چې بد غليم دی گرفتار په عاشقۍ شه

اور يې پيدا نه، ولې دده سينه منقل شي

هومره دخوشال خټک تقوا، زهد و پرهېز شته

ستا چې تورې زلفې په سپين مخ باندې ولول شي