غزل

ما ليدلی دي په دا سترگو پوهړې

خوشحال خان خټک

ما ليدلی دي په دا سترگو پوهړې

لکه نخښې د هر چا غشي ته بړې

په زړه څو ځايه وړې ټوپنۍ روغې

په خوله نر ناحق و هر چا وته زېړې

په خندا خندا يې اوښکې ځي تر سترگو

لکه چرگه د مستۍ وهي ککړې

په سبا بېگاه يې فکر نور څه نه وي

تل يې ذکر د ذکر وي د لپړې

که په خپله يې غيڼ وکاږې له کوسه

بيا له تا سره دعوې کا بړې بړې

هيڅ له خپله خويه نه اوړي په عمر

که يې دړې په تندې کړې دړې وړې

همېشه سترگې نيولې و خپل ښکار ته

و غوټې وته وار ساز لکه لگړې

ږغ يې لاړ په درست جهان د بد کاريه

سور بيرغ د چټکۍ پورې په لکړې

په چووه په عطر و غرقه سر تر پايه

د اجمير په فليل دواړه زلفې غوړې

د محل دننه ناستې زربفت پوښې

چوهړي ته ووځي پرېوځي په غوشېړې

که يې پلار نيکه له ځايه بادشاهان وي

نه دپلار، نه د نيکه په شرم اړې

مړ هندو غوندې په سرو لمبو کې وسوې

چې يې وليدې خوشال د اور لوخړې