نظم
مه پوښته نسيمه
عبدالباري جهانينه د دنګو پېغلو پر نرۍ غاړو لاړونه سته
هر څه سوځېدلي دي
هر څه زمولېدلي دي
هر څه نړېدلي دي
ډوبي دي د ژوند د حرکت بېړۍ
ورکي دي د ځوانو ارمانو لړۍ
ماتي دي د ميني د الفت کړۍ
هېره ده د عشق او پيوستون نړۍ
تا ته نه کوربه سته، نه سلام ته څوک درتللای سي
نه دي نسترن ته نه غاټول ته خندېدلای سي
نه دا ماتي ليچي په اتڼ کي غورځېدلای سي
مه پوښته نسيمه زما د غرونو څوکي مه پوښته
تيږي يې دردمني دي
مه ښوروه وني له ګلبوټو څخه ليري سه
څانګي يې خوږمني دي ـ