غزل
ما شراب خوړلي نه په حد واهه شم
خوشحال خان خټکما شراب خوړلي نه په حد واهه شم
که يې وخورم، خبر نه يم چې به څه شم
په هر لوري چې نظر کوم اغيار دی
د زړه حال و چاته وويلی نه شم
زمانې را باندې وکړې هسې چارې
لکه دُر د خر مهر و سر ه پييه شم
د اورنگ بادشاه په دور عدل نشته
تر طناب لاندې په شهر کې لوټه شم
که د رنځ دارو مې کړې طبيبه! وخت دی
هاله ستا دارو ومه شه چې په تله شم
خپل خوني و چاته څه ښايم په گوته
چې د چا د لاسه مرمه، خود ليده شم
درسته شپه لکه اغزي په زړه څرخېږي
د فراق غمو، نه څرنگه اوده شم
هيڅ په سترگو ليده نه شي، يو قصاب دی
نه يې لاس نه يې چاړه ، په زړه ورژه شم
لکه و په هغه شان په وفا ټينگ دی
چې تر يار يې خجل نه کړم خار تر زړه شم
په دا لوڅو پوځو نه رسم تر سرايه
د سيميا علم مې نشته، چې مرغه شم
خلق تشې تسلې کا، زه له ځلې
د هلک غوندې د هر سړي په خوله شم
الهداد چې بند په بند گوتې په تار ږدي
د خوږ زړه دمه مې شي،څه خو تابه شم
نه شېخان، نه طبيبان ، نه ساحران شته
چې له دې رنځه د چا په سبب ښه شم
زه خوشال له نورو څه لره فرياد کړم
په زړه واړه په خپل غشي ويشته شم