غزل
ما هغه سړی شمارلی دی په ورکو
خوشحال خان خټکما هغه سړی شمارلی دی په ورکو
چې په خوی کې بې وفا، عادت په سپکو
هغه باز تر مښگير که لا بتر دی
چې غوټې وهي په شلانډو، يا په مږکو
غافلان له دې دنيا سره کا لوبې
لکه پېغله جن بازي کا په لوځکو
عراقي په اشارت هنر څرگند کا
ټټوسم په لارې نه ځي بې چابکو
چې يې ډېرې اندېښنې د دنيا نشته
زه به دا خبره خوښ يم له هلکو
د عالم سره خواړه نه خوري له کبره
لا تر روغه نه بهتر دی کار د پکو
که په شهد يې ساتې مزه يې نه وي
ناشپاتۍ د سمرقند دهند په مځکو
د خوشال ويل که دُر قيمت بها دي
و ناپوهو ته بتر دي تر کونجکو