غزل
مه وای هسې کلي چې د چرگو کولمې خورينه
خوشحال خان خټکمه وای هسې کلي چې د چرگو کولمې خورينه
شل خمبې په کور کې ، د نېستۍ له غمه مرينه
بل فکر يې هېر دی، خو په غم د زر و پول دي
نر، ښځې يې واړه خو ټنگې، ټنگې لرينه
ډېر يې ملکان دي، په کې ښه ملک هغهدی
هر چې بې ننگي کا، د چا بډې رشوت خورينه
کښېنې په مسجد کې د سودونو کاخبرې
يا دخور، دلور د ولورونو ويل کړينه
لس کالونه تېر کاپه يوه جامه خيرنه
کوز وجود برمنډ، په سر څېره کېږدي زرينه
خاندي، پروا نه کا، شرم نه لري د تېښتې
ډېرې بې شرميې د ژوندون د پاره وينه
جنگ لره چې ورشي، نور څه هيڅ نه کا بې تېښتې
جوړ جاړ وسله تښتي، سکه ورور ته نه درينه
هيچېرې د شولو د سړي برکت نه وي
شل شي، شول شي، شوم شي، چې همېش شولې کرينه
نوم د ودانيې ويران ښهر دی خوشاله
لا ترې ويران مه شه، ورځ په ورځ ده کهترينه