غزل

مخ دې له نقاب نه د کثرت خو ته ښکاره کړه

امیر حمزه شینواری

مخ دې له نقاب نه د کثرت خو ته ښکاره کړه

بيا به د وحدت په ننداره شې ننداره کړه

بې مقصده گرځم پرېشان لکه نگهت يم

گله ستا خندا مې دخرد جامه پاره کړه

شېخه د تسپو او د مسواک په بدله کې

ښکاري چې دنيا او هم عقبی دې اواره کړه

يو ځل چې واعظه ستا په پند مې غوږ ونه نيو

گوره ناپوهي چې تا خبره دوباره کړه

عقله چې له عشقه دې سيالۍ ته اراده وه

راشه نو اول مې ارمانونه اواره کړه

ما چې د دنيا بې وفايي ثابتوله

ستا دنظر خوی مې د غزل استعاره کړه

خوب د ټول عمري اضطراب ځکه حمزه وليد

ستا په تصور يې چې بيا بيا استخاره وکړه