نظم

مخمس (پينځه ييز)

خوشحال خان خټک

تل دې ستايي په درست کې کښلي سل څوک

يو به نه وي په دا شکل و شمايل څوک

حد د چا دی چې دې پل ږدي په برجل څوک

که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک

په پالنگ به دې دا هسې درختل څوک ـ

خدای زما په زړه کې ځای محبت ستا کړ

نه چې ما په خپله زړه په تا شيدا کړ

کور په کور مې دزړه راز مينې رسوا کړ

واړه عشق دی چې يې سر راته گيا کړ

گڼه زه په ځان مين د سر ښندل څوک ـ

عاشقان په عشق کې خوار و بېچاره شي

لور په لوري په جهان گرېوان پاره شي

اواره ديار د مخ په ننداره شي

چې پتنگ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي

نور له څراغه دده غواړي جاروتل څوک ـ

که په زړه کې مې دمينې ذره نه وای

هومره ستا په مهر مينه غره نه وای

لکه زر د اور په تاو کې سره نه وای

بدرگه که محبت راسره نه وای

يک تنها به په خونخوارو لاروتل څوک ـ

راته وايي د رندۍ په کار کې سست يې

دروغجن په ميخورۍ کې نا درست يې

يا په سر د دروغجنو خاورې لوستې

ددې ميو پيال ډېرو دي اخيستې

ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک ـ

عاشقان دې د چشمانو می پرست دي

همېشه د بېخودۍ پيالې په درست دي

په مستۍ کې له بلا سره پيوست دي

د زنخ په څاه دې بند د شونډو مست دي

روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک ـ

چې ناترسه بې پروا راغلې له ځايه

نورې نشته لکه ته يې خود ارايه

خود ارايه خود پسنده خودنمايه

ته په خپله راته وايي چې يې وايه

گڼه زه د مينې راز ښکاره ويل څوک ـ

د مجنون او د ليلا ويل يادېږي

زما ستا ويل په هر لوري زيادېږي

همېشه مې زړه په دا وينا ښادېږي

ښه خو دا چې د چا نوم په کې يادېږي

په فاني دنيا به نه وي ژوندي تل څوک ـ

واړه تا زده درته نه وايم چې زده کړه

لون لون طور، طور کرشمه کړه

د غمزې توره لا ښه په څرخ تېره کړه

ته مې وژنه دقصاص اندېښنه مه کړه

دخپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک ـ

بې له تا به د نور چا هسې شمشېر وي

چې يې بې قتل وکشتنه نور څه هېر وي

په دا کار کې يې نظر تر هر چا تېر وي

د سرونو شمار حساب بويه چې ډېر وي

نور دې مري په دا ميدان کې پردي خپل څوک ـ

خلقه دې همگي واړه تر پښې شوه

ما وې اوس دې د غمزې توره په کې شوه

بيا دې جنگ و ته خونرېزه شمله پرېښوه

چې دې توره د غمزې په غاړه کښېښوه

حق نا حق به دې په دا توره وژل څؤک ـ

ډېرې سمې کږې اورم ځنې مرمه

چاته دم وهلی نه شم غصې خورمه

چې د واړو ځواب وکړم توان لرمه

د وگړي جفا ستا د پاره وړمه

که نه زه دا رنگ وگړي دا زغمل څوک ـ

په دا شکر چې يې هومره خوبي در کړه

ته هم تل په خوار عاشق باندې نظر کړه

د رقيب او دغماز خاورې په سر کړه

تا په خپله سپينه خوله خوشال ته ورکړه

گڼه دی دا هسې شونډې کښلول څوک ـ