نظم

مخمس (پينځه ييز)

خوشحال خان خټک

و عاشق ته دوه قدمه بحر و بر دی

نه يې گرد په لمن پروت نه دامن تر دی

جودانه صبر په ما باندې لوی غر دی ـ

په فرياد نارې وهي په نارو سر دی

چې د عشق په گرانه لار کې ډېر خطر دی

هر قدم چې په کې اخلې ډار د سر دی ـ

عاشقان د شاه دخولې په جامې سپينې

قلندر دي نه لباس جامې رنگينې

اندرون مې واړه ډک شو درست په مينې

که سينه مې سره چاک کړې وبه وينې

چې مې ستا له غمه وينې درست ځيگر دی ـ

ښايسته چې په ښايست کې دلنشين شي

دعاشق سره ډېر مهر لږ يې کين شي

نه چې تا غوندې آفت د دل ودين ش ي

ستا دمهر باران نه ووري چې شين شي

ما په زړه کرلی ستا د مينې کر دی ـ

عاشقان په عشق کې نه کا د سر وېره

د سر وېره اندېښنه ده مختصره

که د راز پياله دې هر څو ده تېز تره

ستا په راز به ژبه هم نه کړم خبره

تل تر ژبې رسېدلی راز ثمردی ـ

نتېجه يې سوړ، سوړه آه سپينې اوبه وي

ابله دننه زړه، لېمه يې سره وي

مشقت يې هم په ځان هم يې په زړه وي

زه خبر نه يم له عشقه چې عشق څه وي

هومره اورم چې له حسنه يې اثر دی ـ

عاشقان په غم خوشال دلگير بې غم دي

په هوا د يار د زلفو پېچ و خم دي

فارغ شوي له وجوده له عدم دي

چې يې عشق تر سره کړی هغه کم دي

په دا کار کې لاپ وهلی يوه هر دی ـ

د بلبلې خوشال وي په گلزار کې

د عاشق د زړه خوښي وي په ديدار کې

څو به عمر تېروم په انتظار کې

صبر مه غواړه له ما د عشق په کار کې

ټوله مينه د يوسف په زلېخا وه

بيا له پسه دمجنون او د ليلا وه

له غه پسه د وامق او دعذرا وه

عاشقي لا زه ته نه وو چې پيدا وه

نه چې ما او تاگډ کړی دا هنر دی ـ

که پلو له مخه لرې محبوبا کا

بېدلان به پروا نه په خپل لقا کا

تل له ما سره فتنې جنگ وغوغا کا

خو زما طالع ښې نه دي يا جفا کا

گڼه کوم يو په وفا تر ما بهتر دی ـ

يوزمان مې، خالي مه اوسه له خياله

په خوله گونگ اوسه د عشق له قيل و قاله

په ناله دې که بترشي تن ترناله

دعشق غم له خلقه پټ لره خوشاله

څه يې پټ کړم چې عالم ځنې خبر دی ـ