نظم

مناجات

خوشحال خان خټک

ای د هر موجود معبوده

جود د هر چا ستا له جوده

ته رحمان يې، ته رحيم يې

ته دانا يې، ته حکيم يې

ته روف يې ته منان يې

ته معروف يې، ته ديان يې

ته خالق يې، ته غفار يې

ته رازق يې، ته ستار يې

تا پيدا کړه دوه جهانه

اووه مځکې اوه اسمانه

تا پيدا کړه اووه ستوري

چې تل ستا په حکم ښوري

تا پيدا څلور، پينځه کړه

تا پيدا اووه، اته کړه

تا ارام و مځکې ورکړ

تا قرار ورباندې غر کړ

چې قرار او چې گردان دي

ستا په حکم، په فرمان دي

بې همتا يې په قدرت کې

عرش دې لوی کړ په خلقت کې

چې اعلی، چې په اسفل دي

چې آخر دي، چې اول دي

هر چې ومړل، هر چې زېږي

چې مخفي، چې څرگندېږي

که فرشتي دي، که سړي دي

که عفريت دی،که پېري دي

د همه اشيا خالق يې

د همه احيا رازق يې

نه باران وکړې په مځکه

ته ريحان وکړې په مځکه

رنگا رنگ گلونه واکړې

ته دمځکې مخ زېبا کړې

عقل تا ورکړ و سرته

ليده تا ورکړه بصر ته

مزه تا ورکړه دهان ته

ويل تا ورکړه زبان ته

تا و زړونو فکر ورکړ

تا وخولې ته ذکر ورکړ

تا سړی هسې عزيز کړ

چې صاحب دې د تميز کړ

چې په ژبه څه ويل شي

په کاغذ باندې چې کښل شي

نه ويلی وي نه کښلی

تا په علم وي موندلی

که نېستي ده، که هستي ده

ستا په حکم الستي ده

نه جوهر ورکړې حجر ته

ته ښايست ورکړې گوهر ته

ستوري تا ورکړه اسمان ته

پوهه تا ورکړه انسان ته

اوبه تا په اضطراب کړې

خاورې تا لکه په خواب کړې

له اورو نه باران ته کړې

گل په مځکه زرغون ته کړې

ته د جونو مخ زېبا کړې

خوار عاشق باندې شيدا کړې

چې غضب باندې څرگند کړې

بادشاهان په زنځير بند کړې

گاه گدا په تخت و تاج کړې

گاه بادشاه تاخت و تاراج کړې

گاه ناڅيز سړی عزيز کړې

گاه عزيز سړی ناڅيز کړې

نه پرېشان يې، نه ټولېږې

نه افزون يې، نه کمېږي

ته خاونده ذوالجلال يې

همېشه په يوه حال يې

چې تا پشې کړه هغه پشې دي

که هزار لويۍ پکشې دي

ستا دانش لکه دريا دی

زموږ څاڅکی کم ترې لا دی

موږ ناتوان يو ته دانا يې

ته دانا يې، هم بينا يې

تا سوري کړل غاړې، غرونه

تا ترې وايستل سيندونه

ستا ثنا ده ترحد ډېره

تر حساب، تر شماره تېره

مصطفی چې عقل کل و

خبردار په جزء او کل و

ستا ثنا يې چې ويله

لا احصی يې ونمايله

بل به څوک د ثنا لاف کا

چې پوره به ستا اوصاف کا

د شناخت ملک دې هونبره نه دی

چې ليدلی باز د زړه دی

زړه که هر څو پرونه ساز کا

پاس په عرش باندې پرواز کا

چې فکرت و کا په ځان کې

لا به پروت وي په آستان کې

تا اشنا په معرفت کړم

تا گويا په خپل صفت کړم

څو ته توان ورکړې د ځانه

هومره تا ستايي سبحانه

توفيق ستا د صفت راکړه

پرې زما ژبه گويا کړه

فتوحات په ما نزول کړه

مناجات زما قبول کړه

يا قادره ذوالجلاله

لم يزل ولايزاله

د مردانو همت راکړه

نامردي لرې له ما کړه

په عطا کې مې شا کړه

په بلا کې مې صابر کړه

شکر راکړه بيا عطا را

صبر راکړه بيا بلارا

که مې مال د دنيا ډېر کړې

تر حساب، تر شمار يې تېر کړې

بيا يکباره اور پرې بل کړې

يا په لوی درياب يې تل کړې

زړه مې هيڅ پسې بد مه کړه

مصيبت کې مې ډاډه کړه

که هوا د ملک و مالده

يا د جاه يا د جلال ده

که حسد دی، که کينه ده

چې وريته مې پرې سينه ده

که حرص که طمع، آز دی

که وچا وته نياز دی

که بهتان، که نمامي ده

که د ظلم بدنامي ده

که غضب، که بدخويي ده

که د ژبې بد گويې ده

بخيلي، که بد خوراک دی

می خوري، که بد پوښاک دی

که زنا،که بد نظر دی

په امره، که په دختر دی

دا مې کل يوسه له دله

خلاص کړه ما له رذايله

ذميمه خويونه واړه

په وار وار له ما ونغاړه

حميده خويونه راکړه

په صورت مې زړه صفا کړه

که مې کړی هر گناه دی

اوس زما په بخره آه دی

همېشه په استغفار يم

له گناهه توبه گار يم

ته خاوند آمرزگار يې

که مې وبخښې، غفار يې

فرض نمنځونه مې قضا دي

فرض روژې قضا زما دي

هم م ډېر په فعل مړه دي

هم مې ډېر حرام تر خوله دي

ډېر رښتيا دروغ مې کړي

ډېر دروغ ناروغ مې کړي

که دخپلو بدو شمار کړم

تم به نه شي که هزار کړم

تاته کل واړه معلوم دي

که ښکاره دي که معدوم دي

خپل گناه شمارم شرمېږم

ستا له قهره زه وېرېږم

که هر څو مې گناه ډېر دي

تر حساب، تر شماره تېر دي

ستا د رحم له بارانه

که قطره شي راروانه

لکه خس د اوبو خوړ وړي

هر گناه به مې په ځوړ وړي

د هغې قطرې امېد دی

گڼه نور څه اعتمېد دی

خپل گناه چې را تر زړه شي

په دوزخ کې مې ځای وشي

بيا چې ستا کرم را ياد کړم

په هزار رنگه زړه ښاد کړم

که مې جرم کړې زه خوار شوم

که مې عفوه کړې کامگار شوم

که مې ښه کېږي له دسته

يا کوم د بدو مرسته

واړه ته کړې دا زه نه کړم

ته به بيا لازم کړې څه کړم

بې اختيار سره پړېږم

که هم څه وايم شرمېږم

ته مې خدای زه دې بنده يم

ستا تر حکمه شرمنده يم

اختيار هم راکړی تا دی

نه وما راکړی چا دی

له عدمه تا موجود کړم

زه نابود ومه تا بود کړم

ما ناسازې وکړې ډېرې

تر حساب، تر شماره تېرې

د غفلت د مخه چارې

همگي دي ناپکارې

چې مې کړې واړه ښې نه وې

واړه رنځ د ما د زړه وې

گاه مې قيد د لوی منصب و

دا تالاش مې روز و شب و

ما به مټ کاوه په جنگ کې

گاه په کار د نام و ننگ کې

دا لا څه بې حده نور

چې پکې نوم لپر تور

هر مراد مې په خپل مټ غوښت

چې په هر لوري مې کټ لوښت

زه غلط وم زړه غلط و

چې غلط په خپل نمط و

په خپل مټ به هيڅ ونه شي

چارې واړه ستا پر کړه شي

نور توبه له هسې مټه

څو مې مټ کړ تلم په خټه

په هر څه چې ستا قضا وي

په هغه زما رضا وي

څه چې راشي په دنيا کې

زه به څه وايم په دا کې

عنايت وکړه راباندې

بل شامت مه کړه راوړاندې

د يوه په بد شامت

ډېر عالم شي فضيحت

ما هم ستا په رضا بند کړه

په هر څه کې مې خرسند کړه

توان توفيق د طاعت راکړه

په طاعت کې همت راکړه

ټينگوه مې په طاعت کې

ما لره په شريعت کې

چې له شرعې په بل لور ځي

له جهانه کر و کور ځي

تل مې ته په شرعه بيايه

حقه لاره راته نمايه

هسې مال راکړه چې خوړ شي

دا برمنډ، وږی پرې موړ شي

نه چې بند شي نه خرڅېږي

ميراث خور ته پاتې کېږي

چې دښنه د ما د ځان دي

رضامند مې په نقصان دي

په خپل امن زما ځان کړې

زيان زر او ميور ته کړې

چې ارواح ته زما زيان دی

چې زموږ د دين تاوان دی

له هغې بلا مې ژغوره

که له غره وي که له کوره

چې مې ساهه کړې قراره

ما روان کړې له دې داره

که په گور کې سوال ځواب دی

که د حشر سخت عذاب دی

که تلنه د اعمال وي

که ذره، که په مثقال وي

په صراط چې تېرېدل وي

چې په ډېره وېره تلل وي

دا همه په ما اسان کړه

په ما خپل فضل احسان کړه

مشرف مې په جنت کړه

خپل ديدار را عنايت کړه

دا درې خواسته مې قبول کړه

په ثنا مې د رسول کړه