څلوريزه

منت دچا مه وړه يوې تورې

خوشحال خان خټک

منت دچا مه وړه يوې تورې

شونډې کې مه ږده په غوړې سپورې

نور څوک لا پرېږده که زويه ورور وي

اور کړه د دويو په خپلوۍ پورې