نظم

منقبت شاه مردان علي (رض)

خوشحال خان خټک

اوس وار درغی خوشاله

غواړه توان له ذوالجلاله

د ايمان قوت پيدا کړه

د هغه صفت ثنا کړه

چې يې نوم علي حيدر دی

ورور و زوم د پيغمبر دی

فتحه کړونی د خيبر دی

د زهری بي بي شوهر دی

چې لايق د کل شرف دی

دی عارف و من عرف دی

دده تېغ لکه اوبه و

د دين کښت زرغون په ده و

چې محتاج د بل تعريف دی

چې يو کشف د توصيف دی

په قران کې يې ثنا ده

انما که "هل اتی" ده

چې قضا يې نمازديگر کړ

بيا ښکاره ورته مخ نمر کړ

هغه وخت چې لاصبي و

گروهېدلی په نبي و

دی سرور د اوليا دی

دی منظر د لافتی دی

ذوالفقار يې تېز په جنگ و

ناست د پاک نبي تر څنگ و

ده هغه نبي کتلی

چې يې مياشت سره څيرلی

يوه يې توره د زبان وه

بل يې توره په اسمان وه

په دا دوه تورې نادرې

ده د دين کجي کړه لرې

فاطمه باندې اختر و

چې علي ددې شوهرو

چې ليدلی يې چا مخ و

د علي په هغو سخ و

په ديدن يې نبي ښاد و

هم وصي، هم يې داماد و

دی داماد د پاک رسول و

ښه مېړه د ښې بتول و

غليم مړ دده له بيمه

پشت يې نه وه له غليمه

په هر ځای چې به حاضر شه

هغه ځای به فتحه زر شه

د خيبر غوندې کوټونه

مات کړه ده په خپل مټونه

په هر لور چې يې علم ته

بری هم ورسره سم ته

خدای شرف ورکړ د علم

هم د علم ، هم د حلم

په سينه کې يې قران و

و هر چا وته عيان و

په ويل کې فصيح ډېر و

په ليدل کې لکه شېر و

شېر د خدای علي حيدر دی

په هر ځای دده ظفر دی

په عرب يې بزاعت دی

په عجم يې براعت دی

سخاوت يې و بې شماره

دنيا وه وده ته خواره

که صفت يې د قنبر کړم

مگر ساز گوښی دفتر کړم

چې قنبر په دفتر ستا يم

سکه دده صفت څو وايم

بويه داچې حرف کوتاه کړم

را اوږدېږي قصد د راه کړم