نظم
مسدس
خوشحال خان خټکسپينې لېچې تورې وگذار وته نيولې
سره دې د عاشق په وينو لاس تر مړوندونه
واړه غمازان دي چې پلار يې کړه دوه څاره
مه ليدای په سترگو د غمازو تور مخونه
درست دې سر تر پايه ننداره سره وجود دی
ونه دجايفلو واړه گنج وږي، وېخونه
خلک ځان ځانې شو دخپل ځان په اساني شو
څوک دی چې به اخلي د خوشال خټک غمونه
مه کړه روخ دې نه دی د غمزې په تېغ خونونهه
خون دعاشقانو خون بها لري لکونه
ته چې راښکاره شې په وربل يښي گلونه
نر ناحقه لاپې د ښايست کانورې جونه
ته چې په گلرنگو جامو درسته شې گلگونه
سرې لمبې کړې بلې د حيران عاشق په خونه
خوله دې غونچه گل ده تياريږي شگفتن ته
تور باڼه نېزي لرې د زړونو وسفتن ته
مه پرېږده زلفيني په عذارو اشفتن ته
ورځ دعاشقانو نژدې کېږي وخفتن ته
ته چې پلو واخلې د جمال ونهفتن ته
ولې هسې کار کړې چې بې اوره سېځي زړونه
سترگې دې د باز دي و خپل ښکار وته نيولې
شونډې دې مهرې دي وبيمار وته نيولي
زلفې دې زندۍ گرفتار وته نيولې
زنه دې مڼه ده و خپل يار وته نيولې
هيڅ گناه مې نشته وېره وکړه له ازاره
واچوه له مخه بيا پلو د خدای دپاره
برنده راته کښېنه چې دې ښه وکړم ننداره
ته څه هسې نه يې چې جفا کوې له ياره
وروځې دې محراب دي د عاشق ورته سجود دی
مه دې سپين کاغذ دی دخط کښلی پرې درود دی
خال دې چې د وروځو په پيوند باندې نمود دی
واړه د آهونو په لوگيو تورکبود دی
ناز دې عاشق کش و، اوس دې خال باندې ثاني شو
رنگ دې وداني کا خوی دې خير په ويراني شو
تا گيسو پرېشان کړ درست جهان په پرېشاني شو
تا چې مخ ښکاره کړ درست جهان په حيراني شو