نظم
مسدس (شپږيز)
خوشحال خان خټکرود د اوښکو دې راخور شو
زه يې څو لرم حصارې
چې يې واړه وي بيمارې
خونريزي کاندي خونخوارې
سروې قدې تن سېمينې
جفا جويې دل ازارې
بيا دې ولې مهر نور شو
چې نظر دې په بل لور شو
په گوگل کې مې بل اور شو
فراق ډېر راباندې زور شو
محبوبا پري رخساري
سر تر پايه قلم کارې
دوه درې سترگې دي کټارې
تل په لاس تېرې کټارې
دوه دې وروځې دي مهينې
دوه دې زلفې عنبرينې
دوه دې شونډې شکرينې
نازنينې مه جينې
که شيخان که زاهدان دي
په هر چا دې وکړې چارې
عاشقان دې صد هزار دي
ما به چا سره وشمارې
زما اوښکو ته نظر کړه
چې په مخ ځي لارې لارې
دی د هر غماز په خوله و
تل په ما پسندي دشوارې
ږغ يې گډ په درست جهان کړ
خلقې يې کړې هوارې
څو ناسازې په خوشال کا
سل فتنې لري تيارې
تور گيسو دې مشک افشان دي
په سپين مخ دې راپرېشان دي
تار په تار پېچان پېچان دي
په هر تار يې اوېزان دي
هېر په تا پسې افگار دي
په فرياد او په کوکار دي
ستا د وصل طلبگار دي
صبر نه کا ناقرار دي
څه خو مهر ته دلبر کړه
نه تل جور سراسر کړه
په ما خوارباندې اختر کړه
له برقع نه مخ بدرکړه
چې مې يار گاڼه يار نه و
بېهوده مې زړه پرې ښه و
په خپل رای و په خپل زړه و
زما ډېر اميد په ده و
چې يې بيا تر کښ په ميان کړ
چې يې عزم دميدان کړ
چې سمند يې په جولان کړ
واړه خلک يې حيران کړ
ارايش د خط و خال کا
ستايش دخپل جمال کا
تل تل کبر، تل تل خيال کا
پېچمې تل ناخوال کا