نظم
معشر
خوشحال خان خټکنورڅه نه غواړم له تا
مه کړه دا هومره جفا
هومره مهر وکړه کښلې
راښکاره کړه خپل لقا
ته خپل خوب کوه بتا
که زه درسته شپه بې تا
سترگې سرې کړم په ژړا
نارې کړم په واوېلا
چې تر کاڼي سخت دی لا
هغه هسې زړه دی ستا
څو لا پايم په دنيا
که زړه سوی دې شي په ما
که تېره توره وکښلې
راشې ته قهر نيولې
رقيبانو سندولې
دواړه لېچې دې غښتلې
بيا يوڅو کلې وهلې
و کشتن ته جوړېدلې
ما دې دا جفا منلې
خون بها مې دربښلې
تل په دا طلب کې خورمه
د زړه وينې يک تنها
پورې خلک حېرانېږي
له هر چا وي شا په شا
په اسان او په مشکل کې
د خپل يار لري هوا
هم په دا ليده خوشال وي
نه کا، بله تمنا
ستا د مخ په ارمان مرمه
کوک په کوک نارې وهمه
دا ارزو په زړه لرمه
که تر ځايه دې درشمه
چېرته درومم څوک پوښتمه
چې و هر لوري ته ځمه
په سرونو قدم ږدمه
په لار ستړی ودرمه
هغه ورځ چې مين کېږي
عاشقان تر سر تېرېږي
که عالم ورته ويېږي
نه يې ننگ وي نه شرمېږي
نصيحت پرې نه لگېږي
له کشتنه نه وېرېږي
لايعقل شي نه پوهېږي
خو مجنون شي ودرېږي
نور يې هيڅ نه وي په دل کې
په سکوت او په ويل کې
په خوړلو په نوشل کې
په خلوت او په محفل کې
په ميدان او په ځنگل کې
په ليدل او په کتل کې
په فروخت په پېرودل کې
په ولاړ په پرېوتل کې
که هجران وي که وصال وي
دواړه ده وته يوحال وي
که هزار غرونه جبال وي
ډېر سيندونه ډېر اطلال وي
تر دا منځ پرده محال وي
ورښکاره د يار جمال وي
جلوه گر يې خط و خال وي
خوښ خرم د يار په خيال وي