نظم
مثنوي
خوشحال خان خټکهی توبه له دې جهانه تښی تښی
په صحرا کې يک تنها گرځېدی گوښی
جهان ډک دی له اغيارو ننداره کړه
که يو بار په جهان شته رايې ښکاره کړه
يا يو زه د درست جهان په لار فقط يم
يا دا درست جهان په لار دی زه غلط يم
چې رنځور وته محتاج نه دی طبيب
څه دده د رنځ علاج کړي بې تقريب
له هرچا سره چې يو نفس قرين شوم
د هغو له خويه بويه په زړه شين شوم
زړه مې خوږ په هيچا نه شو په عالم کې
له عالمه سره زيست کړم په ډېر غم کې
څو د سود له مخې څوک راسره يار شو
چې يې خپل مقصود پوره شو نور وېزار شو
چې يې مخ په مخ له تا س ره وفا وي
په قضا درسره خير په سل جفا وي
چې يې ښه گڼې هغه درسره بد شي
تل له تا سره په رخه په حسد شي
هر چې تا سره ياري کا نه ياران دي
همگي واړه لرم دي يا ماران دي
زويه واړه د زړه رنځ دخپل بابا دي
لوڼه کل د زړه ژوري دماما دي
که دې يار دی که دې خوېش دی که دې ورور دی
دخپل ځان دی، د خپل سود دی، دخپل کور دی
تش د خولې لباس مباس دی سره کېږي
د هر چا خاطر خپل سود وته پړ کېږي
د راحت په وخت سل لاپې ديارۍ کا
دمحنت ساعت چې راشي وېزارۍ کا
شاه جهان بادشاه څه لږ نه وو نمنځلي
چې په بند شو همگي وو ځنې تللي