نظم

مصلحت لکه ټوپک دی

خوشحال خان خټک

مصلحت لکه ټوپک دی

ستا مراد لکه نخچير

که دې ښه گوزار په کار وي

تر اول يې کړه ښه ځير

په گوزار کې هول مه کړه

په خپل ځان اوسه خبير

نور ماشه کړه باندې کوزه

لر و بر مه کړه نظير

زه خوشال خټک ضامن يم

که خطا دې شي يو تير

چې د مرگ اسباب پوره شو

هم دغه گڼه تقدير