نظم
مدح د اصحابو(رض)
عبدالحمید مومنداصحاب واړه نجوم د اقتدا دي
پيروان يې مشرف په اهتدا دي
که يو ځله يې وفاق دی که تضاد دی
دم قدم يې مبتني په اجتهاد دی
که په ميان د صحابه وو شوی جنگ دی
دغه نه د نس د پاره نه د ننگ دی
طرفين په اظهار د حق مثاب دي
په يوه ثواب مخطي په لس مصاب دي
چې تر واړو مکرم رکن اعظم دی
ابوبکر (رض) په دا فضل مقدم دی
په صديق (رض) پسې احق هسې عمر (رض) دی
چې د عدل په جهان ختلی نمر دی
په فاروق (رض) پسې لايق هسې عثمان (رض) دی
چې په جمع د قرآن خان و سامان دی
بيا بهتر په ذی النورين پسې علي (رض) دی
چې يې هر مشکل له مخه منجلي دی
په حيدر (رض) پسې اکرم حسن (رض) حسين (رض) دي
چې نومړي محمد (ص) فرت العينين دي
چې ليدلی يې په دا سترگو نبي (ص) دی
هغه کس په مرتبه کې صحابي دی
چې موندلی يې مجلس د صحابي دی
هغه کس په تابعينو حسابي دی
پسې تبع تابعين خلف سلف دي
مشرف د اجتهاد په دا شرف دي
امامان واړه له څېر مې حق طلب دي
د قرآن د بحر دُر د دوی په لب دي
پاک د نفس له خاصيته اجتهاد کا
موافق د اجتهاد،مذهب بنياد کا
قال الله قال الرسول لري په لب
بې اظهاره د حق نه لري مطلب
علماء يې حقاني و رباني دي
دم قدم د دين د حق په بياباني دي
جستجوی که تگ و پوی کاندي د حق کا
شستوشوی، که گفتگوی کاندي د حق کا
چې په واړو کې اعلم په لطيفه دی
مشرف په دا شرف بو حنيفه (رح) دی
پس و پېش چې عالمان د هر يو فن دي
خوشه چين دده د علم د خرمن دي
په قران کې "اَصلُهاَ ثابت" وگوره
د نعمان بن ثابت مرتبه ژغوره
اقتدا لره لايق مذهب دده دی
اهتدا لره فايق مذهب دده دی
لکه دی هسې صائب دده مذهب دی
لکه دی هسې صاحب دده مذهب دی
سراسر مذهب د خصم په خطا دی
د صواب تش احتمال پکې پيدا دی
که عمل د مجتهد نه وی په رای خپل
نه به وهېڅوک امام مذهب آرای خپل
درست جهان به د يوه مذهب تابع و
ورک به اسم د ثاني، ثالث، رابع و
عالمان واړه د دين بَلې ډيوې دي
لکه نمر هسې ښکاره د دوی جلوې دي
په رڼا سره يې بېل حق و باطل دي
رهنما د دين د لار د هر جاهل دي
اصاغر، اکابر واړه غنيمت دي
که يې څوک په نعمت پوه شي لوی نعمت دي
که عالم د دوی رڼا نه وي موندلې
مور وخور به هېچا نه وی پېژندلې
په دا باب که نه وی دوی کړی کوشش
چا به موند دهدايت مهين پوشش؟
د قايق به د قرآن روښانول چا؟
حقايق به د قرآن بيانول چا؟
خدای دې سعې که د دوی واړه مشکوره
چې يې کړی ده زمونږ دپاره پوره
هومره حق يې په تمام اهل اسلام دی
چې تمام اهل اسلام د دوی غلام دی
نن ساعت که په سبب د بُعد عهد
خټول شوي دي په خوند کې دغه شهد
خاصيت د شفا نه دی ځنې تللی
پرې رغېږي رنځ د هجر پرېستلی
تر صوفي دا رسته کوتاهه ملا
و څښتن ته مرتبه لري والا
دا په دا چې د هغه نفع دځان ده
د دوی نفع هم دځان هم دجهان ده
وابسته خير کثير دی په دوی پورې
په هغه پورې چندان نشته که گورې
علماء واړه محل دمحبت دي
فيض بخش لکه عطار په تش قربت دي
که په زړه ورته کاږه دي که په خولی دي
دښمنان يې شرمنده هورې دلې دي
څه انصاف دی چې يې زر هنره پرېږدي
د منعم په يوه عيب يې گوته کېږدې
تفحص دې په متاع کې خريدار کا
نه چې ويار په تور وسپين د دکاندار کا
متاع ښه بويه دکان بد وي که ښه وي
زبان ښه بويه دهان بد وي که ښه وي
له دې گروه سره کاوش له زړه بدر کړه
در په ياد د "خُذ ما صفادع ما کدر" کړه
انبيا،که اوليا ، که علما دي
له آدمه تر دې دمه چې پيدا دي
په همه واړو دې توی درود رحمت وي
سرفراز دې په همت ددې همت وي
د حميد دې حلقه د بندگۍ
تل په غوږو وي لکه دم د زندگۍ