غزل
مگر هيڅ يې دزړه حال ورښکاره نه دی
خوشحال خان خټکمگر هيڅ يې دزړه حال ورښکاره نه دی
چې ليده يې دخوشال سره ډېر ډېر وي
که يې لرې له جماله نه جلباب شي
حبطه به يې تر مخ پورې آفتاب شي
که يې بوی د پېچا پېچو زلفو ورشي
په ختا کې به بې قدره مښک ناب شي
څو بوسې که له دشنام سره آمېز کا
شمانت به يې په قند و په گلاب شي
که هر څو له زېبا مخه خاطر نيسم
زړه مې بيا په اضطراب لکه سيماب شي
يکباره يې قراری له ما نه واخيست
درسته شپه په ما حرام شه که مې سيماب شي
د هغو طاعت قبول نه دی، نور څه دی
چې سجده يې تل د وروځو په محراب شي
دا پياله چې ما نوشلې ده پرې مست يم
دا مستي مې نه بزم د شراب شي
د رندانو د شراب هسې کار دی
چې زاهد يې هم په بوی سره خراب شي
نا محرم مې و صحبت ته څه هوس کا
چې زما له محرمانو هم حجاب شي
که يو ټول د ښايسته وو سره کښېني
خو هم يو به د همه وو انتخاب شي
غه روپۍ چې د ټکسا له لاسه نه وي
وصراف وته ظاهره په هر باب شي
دروغجن غشی که هر څو ثابت روغ کړې
خو به بيا د هلکانو تير پر تاب شي
د خرما ونه خو روغه کړي له مومو
دخرما غوندې به کله ترې دوشاب شي
ماخوشال چې په پښتو شعر بيان کړ
د پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي