نظم

مياشت د ړومبۍ خور وه

خوشحال خان خټک

مياشت د ړومبۍ خور وه

چې دا ځل شوم په ميدان

کال څه و هفع (١٠٧٥) و

بيا تحويل د سرطان

هسې شان ساړه وو

لکه نرم زمستان

سرې اوربشې لَو، وې

غنم ډاډه تنکي شان