نظم

مناجات

عبدالباري جهاني

د جانان د بلا مخ ته خدايه زر ځله مي سپر كې

لكه غشى پر سينه مي د رقيب ور برابر كې

چى پرون يې ور په ياد سي د دښمن د بورو ورارو

يوه چيغه مى لا پورته پر شمشاد او پر خيبر كې

بيا شرنګى د سپينو تورو بيا محمود وي بيا اشرف وي

پر لښكر د غليمانو د مرګي د پوځ ګذر كې

بيا ميدان د پانى پت وي بيا ګلګوني توري راسي

پر لښكر د مرېټي مي د احمد لاسونه بر كې

چى مړژواندي ورنه تښتي افسران د پرنګيانو

په كابل كي مى آسمانه بيا پيدا وزير اكبر كې

بيا ملاله په ميوند كي بيا ايوب در څخه غواړم

بيا مي لاندي تر اسونو د دښمن خوني لښكر كې

له امو تر ارغسانه له كنړ تر هريروده

د لستوڼي ښاماران مي يو په يو زېر او زبر كې

يوار بيا راته تاوده كې زما د قام ساړه رګونه

بيده بخت راته ويښ كې را پخلا مي مرور كې

بيا جشنونه په ښارو كي اتڼونه په دښتو كي

بيا پېغلوټى په خېمو كي بيا مي كور په كور اختر كې

له پامير تر كندهاره له هلمنده تر مزاره

اولسونه مي په چيغو ربه يو په يو خبر كې

چي يو روح سي بل يې تن سي يو يې سر بل يې بدن سي

چي جارېږي يو تربله يو ميرا بل قلندر كې

له كنړه تر ارغنده له پنجشېره تر ميونده

هريو بوټى مي سوما كې هر يو څاڅكى يې كوثر كې

چي دا لمر وي دا اسمان وي د پښتون قام دي ودان وي

د دښمن عمر يې خدايه لنډ د ژمى مازيګر كې

چي ړندې كي غبرګي سترګي د فرنګ د ميراث خورو

د مرګي له خوبه ويښ مي د افغان بيده ټبر كې

هم يې ويښ كې له خوبونو هم الفت وركې د زړونو

هم يې تن جوړ كې له زغرو هم رڼا د عقل وركې

چي جهان ورته حيران وي چي خجل ورته سيالان وي

زما د هر وګړي سترګي آيينه د سكندر كې

جهاني چي پكښي ليكي د زمري اولس نظمونه

هر آواز يې د بلال كې هره لوېشت ورته منبر كې