نظم

مناجات د قاضي الحاجات په درگاه کې

عبدالحمید مومند

ربه فضل مې رهبر په دم قدم کړه

دم قدم زما سيده په خپل حرم کړه

بدرگه مې خپل کرم کړه ددې لارې

ناهوارې چارې مه کړه رادوڅارې

رهزنان له رهزنۍ زما پښېمان کړه

د ايمان مال و متاع مې په امان کړه

محبت مې د ستا پړی کړه د پوزې

د اوښ بار مې برابر په لاره بوځې

خپل کرم راته ډيوه کړه په تياره کې

لاله زار کړه راته اور په تناره کې

د رحمت اوبه مې تويې په اميد کړه

دگناه په تبۍ تور مخ مې سفيد کړه

لکه څوک چې په خر سور وي مخ يې تور وي

شور و شر پسې دخلقو وي پېغور وي

در په در کلي په کلي گرځاوه شي

ځای په ځای ولاړ او پرځاوه شي

زه تر تا پورې څښتنه هسې گرم يم

له بدۍ شرمنده په کړه عالم يم

گناهونه صغيره، که کبيره دي

همه واړه کړي ما په عقل تيره دي

که مې سترگې، که مې غوږ، که لاسو پښې دي

واړو کړي ځان په ځان ځينې ناښې دي

که مې خوله ده که مې زړه ، که نور اجزا دي

واړو کړي ناروا او نا سزا دي

له بديه تور کودی يم سر تر پايه

ته کرم وکړه په ما کريمه خدايه

که کرم راڅخه ونيسې حساب کړې

سزاوار مې به بېشکه دعذاب کړې

بې له دې چې د رحمت مور د عاصي دی

ناپديد راته بل لوری د خلاصي دی

که ونه کا رهبري زما ،کرم ستا

چرته زه په سترگو ړوند چرته حرم ستا

د اوښ بار مې اچولی په خرگي دی

روان کړی مې په غاښي د مرگي دی

که ته نه شې مددگار کريمه خدايه

خر و بار به مې ونه رسي تر ځايه

بې له دې چې مُوجد مؤمن مخلص يم

د عمل پنگه مې هېڅ نشته مفلس يم

ايله فرض مې ادا کړي په رسوم دي

هغه هم په سل سستۍ خود معلوم دي

بې کرمه مې ستا نشته مايه هېڅ

بې له فضله مې ستا نشته سايه هېڅ

چې کمند مې ورته ايښی د اميد دی

که مې وينوه ستا فضل غوره صيد دی

که مې کړي گناهونه تر غره ستر دي

ستا کرم ته کم د ماشي تر وزر دي

چې درياب ستا د عطا ووهي چلي

يوسي غرونه دخطا لکه خځلې

زه د ستا اثيم بنده يم تښتېدونی

ته زما رحيم څښتن يې رحمېدونی

څو څو ځل يم تښتېدلی بيا راغلی

نه يم تا ددې ردۍ په داغ داغلی

زه په هره ساه خطا کړم ته عطا کړې

په يوه عطا ته ورکې سل خطا کړې

چې په غوږ مېدې حلقه د بندگۍ ده

دا سبب د آزادۍ دبندگۍ ده

لکه نن سبا زما هسې اميد دی

چې نيوونۍ مې کمند اموخته صيد دی

ربه هېڅ و تاته گران نه دي که داد کړې

د سبا ورځې په داد مې به نن ښاد کړې

له اغيارو به خالي زما خلوت کړې

بيا به بل پکې چراغ د صفوت کړې

مهربان مې ته په حال باندې ريبار کړې

سر انجام مې به د وصل کاروبار کړې

انتظار مې په جناب د دل آرام کړې

دل آرام مې به خلوت ته په خرام کړې

ناگهان که يې په ما سايه گستر کړې

منور به مې په نمر خاکي بستر کړې

هسې شان به يې وماته خوا په خوا کړې

چې مې نور پسې له هجره بې پروا کړې

هسې رنگ مې به يکتا کړې له قامته

چې جدا راځنې نه شې تر قيامته

ربه روی د اولياء د انبياء کړې

دحميد دا په دروغه سوال رښتيا کړې

له گردابه يې بېړۍ يوسه ساحل ته

د اميد ډيوه مې بله کړه محفل ته