نظم

منقبت

عبدالحمید مومند

د مکې د مدينې غوره محبوبه

په خوبۍ کې د جمله خوبانو خوبه

د جهان د دلبرانو سره دفتره

د دوو کونو له اشرافو اشرف تره

په صدف کې د جهان يگانه دُره

په شرف کې د سبحان له نوره پُره

په ميانه قامت تر سر و سر بلنده

د خوبانو په ټوليو کې څرگنده

په روضه کې د رضوان آب روانه

په تنه کې د جهان روح و روانه

د مشرق او د مغرب ماه تابانه

د بطحی او د يثرب شاه خوبانه

په لويۍ د لولاک رفيع القدره

په بزرگۍ د مشکين زلفو شب قدره

په دوه وروځو د ښادۍ د اختر مياشتې

چې ختلې د جهان په خاطر داشتې

په ساده حسن جمال سره رنگينه

د رنگين حسن په گوتې کې نگينه

څو به پروت په بېچاوڼه د عرب اوسې

څو به شمع د عرب د طرب اوسې

څو به ما سېځې په اور د جدايۍ

څو به ما سروې په زور د جدايۍ

جگې جگې سر راپورته کړه زاري ده

غمخوارۍ ته مې د ستا پرته خواري ده

راپَر تاب د ناز له خوبه په شتاب شو

د کرم په سمند سور لکه آفتاب شو

جلوه گر در و ديوار کړه د عجمو!

منور در و ديوار کړه د عجمو

په ديدار سره ازاد کړه د ناخوالو

آرزومند د زرو سلو دېرشو کالو

په فراش د خپل ويرژلي قدم کېږده

د فراق په جراحت يې مرهم کېږده

په قدم يې نوراني خاکي بستر کړه

لکه لعل خاکستر مخ و استر کړه

که هر څو درته نزدې د زړه په ياد يم

چې دې مخ په سترگو نه وينم ناښاد يم

عندالله مې خام خمار د اورېدو

پوخ په ميو کړه د سترگو دليدو

چې دې مست تر هسې حده په ديدار شم

چې په صبح د قيامت پاڅم بيدار شم

په بل شان مې تلونې نه ده، د زړه څله

څو په سترگو دې ونه وينم يو ځله

راته وا، شکرې شونډې د رموز کړه

د فراق زهر و زقوم مې له زړه کوز کړه

که مې دلې خبرگير نه شي کرم ستا

چرته زه په غړيو شل، چرته حرم ستا

تر صباحه سهېدی نه شم که داد کړې

د صباح ورځې په داد به مې نن ښاد کړې

په اميد د وصل پايم وچ په شونډو

څو به اوسم د هجران په مېنو ډونډو

د نسيم په څېر پېره په باغ زما کړه

د اميد بړوسه غونچه مې په خندا کړه

که مې رسې په فرياد ای فرياد رسه!

په تنگسه کې نن ساعت راته ورسه!

پريستلی دې هجران له لاسو پښو يم

افتاده په دستگيرۍ د ستا د ښو يم

ډېر مې مه پېڅه رسوم د جدايۍ

نور مې مه سرويه په سوم د جدايۍ

ويراني مې ودانې په دم قدم کړه

د غم شپه مې د ښادۍ په صبحدم کړه

له هجرانه دې جهان سره بر هم شه

د درماندو دستگيري مهم اهم شه

غم دې هسې باد په خونه دی پرېېښي

چې يې هېڅ نه دي د ژوند پورې پرېښي

د بې کسو بېکسۍ وته نظر کړه

د هجران په حيرانۍ باندې گذر کړه

د کرم په لاس يې وکاږې څښتنه

عجمي مريی دې ډوب شه په پوښتنه

د صديق (ص) په صداقت دې وه حبيبه!

د فاروق (رض) په رفاقت دې وه حبيبه!

د عثمان (رض) په رويدارۍ دې وه ر سوله!

د حيدر (رض) په غمخوارۍ دې وه رسوله!

د حسن (رض) حسين(رض) په حال دې وه حضرته!

د اصحابو په کمال دې وه حضر ته!

چې حميد ته مخ څرگند په دا دنيا کړه

د قيامت دارو مدار دلې وربيا کړه

په کرم سره قابل دا ناقابل کړه

سم له لاسه يې قابل د مقابل کړه

په کمال فضل و کرم ورته ښکاره شه

چاره ساز زما بېکسه بېچاره شه

که حساب ور سره نه کوې احسان کړې

دا مشکل به يې دا گړۍ اسان کړې

قابليت، فضل کرم لره شرط نه دی

دا احرام دغه حرم لره شرط نه دی

که يو ځله مهربان شې پرې گذر کړې

د حميد د خوارۍ خاورې به سره زر کړې