نظم

متلونه

عبدالباري جهاني

مرګ د ډېرو پرده پوښ وي كله كله(٦۷)

كه د ټولو پر همدغه لاره يون دى

جنت ښه ځاى دى د هر چا به زړه كېږي

خو ګټل يې هم د زړونو په چاودون دى(٦۸)

ځان شيرين دى ژوند پر هر چا باندى ګران دى

مرګى تريخ دى او تاوان هم سراسر دى

خو تر دې چي ژوند په لوږه كى تېرېږي

په ډك نس مرګى ترې سل ځله بهتر دى(٦۹)

كه عمرونه سي زر كاله د وګړو

آخر مرګ دى چاره نسته له دې يونه(۷۰)