نظم
متلونه
عبدالباري جهانيپه دوستي كي دښمني درته پيدا كړي
خپل دوستان او ځان دي وساته له پوره
د بدۍ تخم كه نه پېژنې پور دى(۷۷)
څه ښه وايي پوره ورك دي كړه دوه كوره(۷۸)
نابلده به څه غلا څه به پيدا كړي
څرك له كوره دى چى خونه دي تالا سي(۷۹)
چي په خوا او په خاطر كي نه را ګرځي
يوه ورځ به هغه څوك درته بلا سي(۸۰)
د ځوانۍ يوه نشه وي همېش نه وي(۸۱)
بېكاري دي سپين ږيرتوب لره خواري ده(۸۲)
د چا برخه ده اول د چا آخره(۸۳)
چي د زرو زور لري څه يې زاري ده(۸۴)