نظم
متلونه
عبدالباري جهانيدا دنيا ده په نصيب د بډايانو
پر اغزيو څرخي برخي د خوارانو(۸۵)
تل د خوار وزه هم ګوډه هم ړنده وي(۸٦)
آذان څوك اوري د خوارو ملايانو(۸۷)
چي اوبه پر ځاى ولاړي وى شنې كېږي(۸۸)
يوه شپه سي ميلمنه بله ترخه سي
په هغه ګړي د خواښي شپه كږه وي
په نصيب چى يې د زوم په كور كى شپه سي(۸۹)
نه د غلو كلى چا وليدى په سترګو
نه د شګو څلى چا دى درولى(۹۰)
نه ځايېږى غل په لويو لويو غرو كي(۹۱)
همېشه به وي د غله پر ږيره خلى