غزل
مست د هغه مخ يم چې مخمورې لري سترگې
خوشحال خان خټکمست د هغه مخ يم چې مخمورې لري سترگې
هسې پرې غوڅېږم وايې تورې لري سترگې
يا مې په ښايست کې بې نظيره بې مانند دی
لا په درست صورت کې مشهورې لري سترگې
ډېرې کښلې سترگې ما ليدلې دي د کښليو
تا غوندې يو يو په بڼو پورې لري سترگې
سل ځله دې شېخ، ملا صفت ورځنې کاندي
ښې به ستا تر تورو سترگو حورې لري سترگې؟!
ناست دي کله ځري رقيبان و خوار عاشق ته
ځکه ستا له مخه هورې دروې لري سترگې
هر چېرته چې ته يې، هغه لور ته مې نظر دی
هرچېرته چې زاڼې، شاهين هورې لري سترگې
نشته په جهان کې تل طلب ورپسې کړمه
يو هسې منظور چې نن منظورې لري سترگې
نه گوري و چاته څو په خپل ښايست غره ده
گوره دا خيالي په څو مغرورې لري سترگې
هر چې ته يې وليدې بل مخ وته نظر کا
هيڅکله به نه وايم معذورې لري سترگې
سخ دی د هغه چې خوښ خورم ديار په وصل
هر ساعت ديار په مخ مسروې لري سترگې
راشه! که يې گورې چې خوشال په درد و غم کې
ورځ و شپه بې تا په اوښکو پورې لري سترگې