غزل

مست يم، مې پرست يم، رندي کړمه، کړمه ، کړم

خوشحال خان خټک

مست يم، مې پرست يم، رندي کړمه، کړمه ، کړم

واوره محتسبه! باده خورمه، خورمه، خورم

نور شراب مې واړه نور عالم وته بخښلي

لام و بې مې می دي پسې مرمه، مرمه مرم

موړ به ځنې نشم، زه د ميو مستسقی يم

تل که هسې ډکې پيالې څښمه، څښمه ، څښم

لار د محبت ده، تل به روغ سلامت نه يم

زه چې په دا هسې لارې تلمه، تلمه ، تلم

څه وايې و ما نه حال دې څه و په هجران کې

نور خبردار نه يم، په زړه سومه، سومه، سوم

خلک راته وايي رنگ دې بيا زيړ شو، عاشق شوې

هيڅ منکري نه کړم، خلکه، شومه، شومه، شوم

زه په عاشقۍ کې هسې نه يم چې پند اورم

هيڅ نه يې ناصحه د زړه کړمه، کړمه، کړم

دود د عاشق دا دی چې په عشق کې ملامت وړي

ځکه زه خوشال ملامت وړمه، وړمه، وړم