غزل

نا قرار زړونه قرار شوای

خوشحال خان خټک

نا قرار زړونه قرار شوای

د زړه غم يې تار په تار شوای

د هجران غمونه لاړای

بيا د وصل دندو کار شوای

هغه لاس چې بې حنا دی

بيا حنا سره نگار شوای

شانه ورغلای تر زلفو

رانجه سترگو سره يار شوای

د پايلو، د څړ يې

په هر لوري ژرنگهار شوای

په گونگو دې زيړ پړونی

په څو وه سر خالدار شوای

وار دغم د ژړا لاړای

وار د بوس او دکنار شوای

په عذار د مهوشانو

بيا کبود کبود پرهار شوای

چې خوشال ورپسې مرينه

ورښکاره هغه ديدار شوای