غزل
نه مې زړه په سرداريې درست خوشال دی
خوشحال خان خټکنه مې زړه په سرداريې درست خوشال دی
نه زما د خېلخانې څه حال احوال دی
د خټک ولس په ننگه نه پوهېږي
کار يې درست د ناديده وو په خصال دی
پښتانه لکه مگس ورباندې گرځي
ورته ايښی دمغول د حلوا تال دی
نورې واړه تکيې تار په تار خورې شوې
اوس په منځ کې يوکرم د ذولجلال دی
ايمل خان درياخان دواړه خورد بين لاړل
اوس خو پاتو و مغول ته يو خوشال دی