غزل

نه يې ملک، نه يې لښکر، نه يې گنجونه

خوشحال خان خټک

نه يې ملک، نه يې لښکر، نه يې گنجونه

تر خانانو دماغي دي کښلې جونه

که خانان په زر، په زور، په توره ناز کا

کښلی مخ لري ښېوې غمزې غنجونه

يا د کښليو د زړه رای دی چې مې وکوت

يا د لوی درياب په څو رنگه موجونه

څوک به روغ، سلامت پرې نږدې په ملک کې

بيا يې باندې کړل تاختولو ته سرجونه

په رقيب شه، په غماز شه، په بدخواه شه

چې به کښليو لره ځي هغه رنجونه

بل سر مه ځه، په دلبرو کې يې غواړه

اووه ستوري د اسمان دوولس برجونه

زه امي په دا خبره نه پوهېږم

چې عالم يې راته کا په مخرجونه

په چا داد په لپه، نمنځ کوې فلکه!

په چا لونې په اوږيو، په چجونه

د خوشال خاطر ښيښه دی مات دې نه شي

ستا د سترگو مستي وړي په څو کنجونه