غزل

نه زما د زړه لر بر دي ښايسته

خوشحال خان خټک

نه زما د زړه لر بر دي ښايسته

همېشه مې د زړه سر دي ښايسته

خپل ژوندون د دوی دمخ دپاره غواړم

له دننه مې خبر دي ښايسته

بت پرست د يوه بت يم نه د واړو

که بتان مې د آزر دي ښايسته

زه به مخ د يار مخی نه کړم د واړو

که گلونه سراسر دي ښايسته

زه له ډېرې ځلې يو پرېږدم، بل گورم

سره يو تر بل بهتر دي ښايسته

خال و خط به يې زما له زړه لاړ نه شي

که بېرون مې تر بصر دي ښايسته

په وار وار ترې لعل و دُر دي راتويېږي

ستا ويل لکه سره زر دي ښايسته

په ختا، که په ختن، که په کشمير شته

نه چې دا مې دلبر دي ښايسته

که هر څو د ځوانۍ عشق لرې خوشاله!

له زړو نه مکدر دي ښايسته