نظم

نهم فصل - په بيان د اموخته کولو د باز په ښکار د مرغابۍ

خوشحال خان خټک

که ته غواړې چې دې باز مرغابۍ گير شي

بيړه مه کړه چې دا کار به په تدبير شي

په رنگ رنگ چې ښې ښې ووهي باولۍ

اول ورکړه پېش پرانه مرغابۍ

بيا پلې ورته نژدې شه پله گوره

چې يې نيسي هسې رنگ يې هيله ژغوره

په پله يې پياده سېر کړه يو څو لاسه

بيا يې هله سېر وه د اس د پاسه

قواعد د مير ښکارۍ هنر يې دا دی

هر هنر د قواعد سره زېبا دی

گڼه ما په باز جره ډېرې هيلۍ

څو نيولي په خپل لاس دي بې باولۍ

چې يو ځلې په ښکار کښېوځي ښه بازونه

په خپل زړه کې خود د ښکار لري رازونه

مرغابۍ او باز که پرېوځي په اوبو کې

په اوبو کې يې هم دی نيسي په پښو کې

هسې شان په قرارۍ راشه ورباندې

چې ورتگ ځنې دې باز وېره نه کاندې

که يې پرېښوه لاسونه کړه ترې لاندې

مرغابۍ او باز غوټه کړه لاندې باندې

چې په وېره ځنې وکاږي نوکارې

چې منکر شي له دې فعله کړه پرې چارې

چې په وچه مرغابۍ نيول عادت کا

نور د باز په دود نوي ښکار جرات کا

لرې لرې يې پرېږده چې سينه کش شي

په ډېر تبل مرغابۍ نيسي ستا خوش شي

خود په خود به د مرغۍ نيول عادت کا

څه حاجت چې په دا کار به مشقت کا