غزل

نفس مې اپريدی دی، څه غم نه لري د دين

خوشحال خان خټک

نفس مې اپريدی دی، څه غم نه لري د دين

ښه فکر يې لږ دی، ډېر دی بدو وته شين

زه د دروېزه غوندې ايمان ښيم و ده ته

دی د پير روښان غوندې د کفر کا تلقين

دوه شپېته کالونه په حساب لرم خپل عمر

تور وېښته مې سپين شول لا مې زړه نه دی هيڅ سپين

نشته هغه دُر د سرو ياقوتو په دبلي کې

نه هغه نرگس دی، نه د باغ هغه نسرين

زه يې غمه خوب کړم په پاسته بالښت سر ايښی

پرېواته په گور کې چې زما وو هم بالين

ډوبې شوې بېړيې د فنا په اباسيند کې

ډېر په کې لاهو شول، چې زما وو همنشين

څه د غم پلو دی چې زما په سترگو پروت دی

نه وينم په سترگو حقيقت واړه مبين

هومره رنځ په ځان کې طبيبان په دا جهان کې

مرم دارو خپل نه کړم، په دا هسې کار نفرين

لاړ ځای يې سقر شو، مگر خدای پرې کرم و کا

نفس و شيطان دواړه له خوشال سره قرين