نظم
نجومې چې قدم نه ږدي بې نجومه
خوشحال خان خټکنجومې چې قدم نه ږدي بې نجومه
موت و فوت و ناکامي مومي له کومه
چې گړۍ گړۍ د ورځې شپې تېرېږي
پکې راشي په چا نېکه په چا شومه
ځان به خلاص نه کا د بد ساعت له شره
نجومي که يې خبر وای له علومه
نېک و بد مې په قبضه د قضا دي
بېهوده خبرې مه پيمه مه درومه
مقدر به په هيڅ رنگ مبدل نه شي
هر سړي لره ورځي بخره مقسومه
گوډی چرگ تر مځکې لاندې اوبه مومي
ولې نه ويني په مځکه باندې لومه
که په پوهه اپلاتون د زمانې شې
دقيقه به د قدر له کړې مفهومه
په تمځري نن د گاندې حال معلوم دی
ولې بند شي د هلکو په کړ کومه
ورځ و شپې کاندي همه سره يکسانې
نن يوه وي گانده بله شي معلومه
و سړي ته په وار وار هغه رسېږي
چې دده په پېشانيې يې وي مرقومه
په خوشال يوه هغه وه بله دا شوه
بيا به گورو په قسمت پېښه شي کومه