غزل
نن چې بلبلان او بوراگان دي په چرچه کې
امیر حمزه شینوارینن چې بلبلان او بوراگان دي په چرچه کې
راغی پسرلی پيدا شو بوی هره غونچه کې
سوځي کرم چند ورته خو هېڅ کولی نه شي
نن کبايي جمع کړې روپۍ په صندوقچه کې
ما منشي ته دا ووې چې دوه او څلور څو دي
ويې گروو څټ چې وبه گورم کتابچه کې
ښځې به په وعظ نصيحت څوک سمې نه کړي
نېغه به څوک نه کاندي د سپي لکۍ نچه کې
وکړله ټپوس هسې پوښتنه له بلبل نه
څومره موده شوې چې يې ډېره په باغچه کې؟
ای رقيبه ته د سړيتوب څه له دعوی کړې
ستا په شان سړي خو به زه جوړ کړم په سانچه کې
غله په کنډر لاس پورې کړو ويښ د کور خاوند و
وې چې ويښ يو، سر يې کړو څرگند په دريچه کې
غل چې شو ښکاره ښځې خاوند ته وې چې وله
وې چې ښځې نه مې شته کارتوس په تمانچه کې
نغاړه له کم ظرفونه دې ځان ياري د سيا ل کړه
فرق ای حمزه وکړه په جوټه او په سوچه کې