غزل
نن مې وليده غه مسته
خوشحال خان خټکنن مې وليده غه مسته
غونچه خوله يې نېست و هسته
په دوو زلفو عنبر پاشه
په دوو سترگو مې پرسته
څه ښېوې دي په جهان کې
د همه ښېوو همدسته
منفعل يې گل تر مخه
تر ښه قد يې سر وپسته
اوس مې بيامونده په کور کې
چې دايم يې وم په مرسته
د بالا بلا يې ښه ده
د خوشال سره پيوسته