غزل

نشته په دا شهر څوک چې نه دی خريدار ستا

خوشحال خان خټک

نشته په دا شهر څوک چې نه دی خريدار ستا

څه رنگه ډېر تود دی چې مې وليده بازار ستا

ښه ده سروې ونه، نه چې ښه ده ستا تر قده

شهد که شېرين دي، نه شېرين دي تر گفتار ستا

ښې د هوسۍ سترگې دي، نه ښې دي ستا تر سترگو

ښه د زرکو يون دی، نه چې ښه دی تر رفتار ستا

څوک دی چې تا ووينې مين درباندې نه شي

هر لوري ته ډېر دي که يې گورم خريدار ستا

چاچې تاته کړی يو نظر دی په درست عمر

څو په دنيا پايي نور به تل وي طلبگار ستا

زه به ورته نه وايم سړی چې تش کالبد دی

هر چې ته يې وليدې، لوټ نه شو په ديدار ستا

گل د لاله داغ لري سختي د رامبېل پاڼې

چا وی چې لاله دی يا رامبېل دی گلذار ستا

ډېر طبيبان راغلل لکه راغلل هسې لاړل

راشه حال يې گوره چې څه حال لري بيمار ستا

وی مې و طبيب ته چې د رنځ دارو مې وکړه

وی يې چې دارو کړم، اوربلېږي په پرهار ستا

سر لري خوشال درته پېشکش که دې په کار دی

به تر دا نور څه چې د چا سر راشي په کار ستا