غزل

نوبهار شو، بيا نرگش په باغ مستي کا

خوشحال خان خټک

نوبهار شو، بيا نرگش په باغ مستي کا

چې سبا مې په سنبل دراز دستي کا

پنځه ورځې يې په باغ کې گل تازه وي

په شپږمه ورځ فنا خپله هستي کا

مبتلا بلبله سر د گل په پښو ږدي

لکه برهمن د بت بت پرستي کا

تواضع زده کړه په تن له سروې ونې

چې په هسې بلنديه کې پستې کا

کرلاڼي چې نور شراب نوشلي نه دي

دا مستي واړه په جام الستي کا

ناديده په نادانيې څه بلا کا

الف بې يې لوستي نه وي ځان ملا کا

روستايي تر دښته نه وي رسيدلې

بېهوده ويل د دښت کربلا کا

و کافر ته روغه کړې د دين توره

مسلمان ته يې مشرک سړی تر ملا کا

و دانا و ته بلا شوه خپله پوهه

چې يې تل په سل غمونو مبتلا کا

دا همه د بدخوييه علامت دی

چې سړی زنا، خونونه، ټگي، غلا کا

په جهان کې چې خويونه د بدۍ دي

يو دروغ تر زرو بدو تېری لا کا

عطارد دې نور قلم له لاسه کېږدي

چې په دا خوبۍ بهرام انشا املا کا

دا خبرې د خوشال و چا ته نه دي

خو هم دی له خپله ځانه مشغولا کا