نظم
نولسم باب په بيان دښه خوی کې
خوشحال خان خټکښه خوی وصف دمسيحا دی
بدخوی مرگ مفاجا دی
رفق له هر چا سازگاري کړه
مدارا و بردباري کړه
رفق چې چا سره پيوند شي
زېب، زېنت يې چند در چند شي
هر سړی چې ناسازگار وي
کار يې تل ابتر، بې کار وي
تريخ ويل د قطعيت دي
دا خواږه دمؤدت دي
په خواږه ويل که مار وي
دی و تا وته خاکسار وي
په خواږه ويل که فيل وي
رام وتا وته بې قيل وي
په خواږه ويل بل خپل کړې
په ترخه ويل خپل بل کړې
څو توانېږې نرم وايه
پيرزوي غواړه له خدايه
که بادشاه وي چې بدگوی شي
په وگړي کې بد بوی شي
د بدگوی پښېماني زر وي
ندامت ورته حاضر وي
هر سړی چې نرم وايي
تل به دی بې غمه پايي
زيست، روزگار په بردباري کړه
تل دهرچا سازگاري کړه
نه به څوک له تا دلگير شي
نه به ستا په بد څوک خير شي
چې څه دی ملايمت دی
درست حکمت دی، درست حکمت دی
پردي خپل په بردباري کړه
مشکل حل په سازگاري کړه
په نرمۍ چې هغه کار شي
هسې کله په بل کار شي
که سزا د بد کردار کړې
په نرمۍ به يې لاخوار کړې