غزل
نری تار به دې کړم زه، ځان به دې ستن کړ
پیر محمد کارواندوصال ښکلی د سمال به دې چکن کړ
مابه تا پسې ژړل چې ته به راغلې
تابه وچ راته هر څاڅکی په لمن کړ
دپاچا به ورسره رخه پیدا شوه
دا غریب سړی به تا دومره شتمن کړ
ستا پایزېب به مې استاد د موسیقۍ و
زما زړه به دې تن،تن،تنانا،تن کړ
هغه وخت دې اوس د ستوري تاخ کې ایښی
چې به ما پکې له تا سره دیدن کړ