نظم

وَ اَنَّهُمْ يَقُوْلُوْنَ مَالاَ يَفْعَلُوْنَ

دروېش درانی

زه شاعر وم ملغلره مي هر خيال و

بيان کړى مي په شعر کي دا حال و

چي زړګى دئ يوې پېغلي له ما وړى

په ژوندون يې را نه مړى دئ جوړ کړى

راپسې يې د بلا غوندي بېلتون دئ

په اغزيو مي سورى سورى ژوندون دئ

يمه تږى او سراب زما نصيب دئ

د خوږو شونډو کوثر يې د رقيب دئ

چي خواخوږي مي خبر په دغه حال سول

زما مخي ته را غونډ ټول په دې حال سول

چي مي وکړي يو څه مرسته په دې لار کي

اساني را له پيدا کړي په دې کار کي

خو پوښتنه چي يې وکړه نو حېران سول

له جوابه مي په دې سخت پرېشان سول

چي دا کومه شاليلا چي ما ستايله

په ژړا به ومه دا چي ما ستايله

په دوو سترګو هغه ما ليدلې نه وه

په خپل ژوند کي مي رښتيا ليدلې نه وه

وم خبر يې نه له ځايه ، نه له نومه

هيڅ اته پته يې نه وه را معلومه

چي په جنګ کي چي بدل نولس په شل کړي

ماتي بل ته په شا ورکړي ، برى خپل کړي

دې مقصد له څنګه توره څنګه لاس وي

دغه کار له څنګه سپور وي څنګه آس وي

دا او دغسي ډېر څه د جنګ په اړه

بيان کړي وو ما ښه د جنګ په اړه

نو په دا تللې تر ليري اوازه وه

چي په جنګ کي تجربه زما پخه وه

مخامخ بيا يو ولس سو چرته جنګ ته

هر سړي يې توره واچوله څنګ ته

ترې تيار چي سو لښکر ، زه يې سالار کړم

آس يې راکړ او لګيا يې په خپل کار کړم

پر دې آس چي سپرېدم نو دوى حېران سول

او چي سپور سوم نو په دې سخت پرېشان سول

چي د آس ملونې ما سمه نيواى نه سوه

نو په دا راسره دا ناشونې وسوه

آس پر غورزو پرزو سر سو د دوى وړاندي

زه يې ولوېدم ډېر بد له زينه لاندي

چي يم تللى د سلوک پر پاکه لاره

ځلولى مي دئ زړه لکه هينداره

تجلې پکي د خداى را ته ښکارېږي

روښان مخ د خپل اشناى را ته ښکارېږي

چي يې لوستى زما دغه روڼ کلام و

هغه کس به نو که خاص و که به عام و

لاسنيوي ته به زما وو ډېر لېواله

دا يې غوښت چي ځان را ورسوي ما له

په دې هيله چي زما تر نظر لاندي

سفر وکړي د سلوک پر لاره باندي

د عرفان دا هسي تږي ټول لګيا وو

دلته هلته په لټون زما لګيا وو

که خلوت ، که خانقاه که کور د خداى و

دوى په ما پسې کتلى هر پاک ځاى و

شپه او ورځ په دا لټون وو سرګردانه

مګر هغه وخت سول ټول سخت پرېشانه

چي يې وموندلم زه په مېخانه کي

پوره ډوب وم د شرابو په پياله کي