غزل

ؤ ارمان ئې ستا ګزار او ته رانه غلې

دروېش درانی

درویش نورو کړ سنګسار او ته را نه غلې

تا زمه دلارښونې وه اخیستې

له ماورکه شوله لار او ته رانه غلې

ددښمن سر چې په ګډه ورکو ټل ؤ

وکړ ما ورباندې وار اوته رانه غلې

نور مخلوق بې ضرورته راروان ؤ

ګرانه ته مې وې پکار اوته را نه غلې

« درویش»  وژړل چې بیا دشپې په پای کې

راغله سترګه دسهار او ته رانه غلې