نظم
وايه شين آسمانه
عبدالباري جهانيوايه شين آسمانه تا کوم بل چيرته ليدلي دي
داسي ارادې چي توپانونو خپلولای سي
داسي ولسونه چي سېلونه اېلولای سي
داسي کلک سوکونه چي ټانکونه اوبولای سي
دغسي سينې چي فلکي سېلاب راګرځوي
دغسي طغيان چي ياغي سوي سېلابونه خوري
دغسي ناره چي اسرافيل ورڅخه ورېږدي
دغسي قيامت چي دوږخونه خوري اورنه خوري
داسي پهلوان چي د قدرت زولنې وشلوي
طلسم د پېړيو ماتوي لا قانع کېږي نه
پښو ته د قرن اهريمن په ننواتو ځي
دی لکه زخمي زمری غړومبېږي آرامېږي نه
وايه شين آسمانه تا کوم چيرته اورېدلي دي
داسي حماسې چي افسانې باندي رنګيني سي
داسي کلنګي عزم چي هسکي څوکي کوزي کړي
نکل د فرهاد چي ترخې شپې باندي شېريني سي
کله دي د قهر چيغو چت را لړزولی دئ؟
اور د انتقام دي د چا سترګو کي ليدلی دئ؟
داسي څوک لرې چي يې مرمۍ پښو ته سجده کوي
کله دي د مرګ پر پوله هم څوک ازمويلي دي؟
تا کله نمرود پخپل انګار کي سوځولی دئ؟
بل د آذر زوی دي پر دې ځمکه زېږولی دئ؟
دغسي فرعون چي د آسمان پر لور لښکري وړي
تا کله پر ځمکه پرې ايستلی ژړولی دئ؟
وايه شين آسمانه ته هم کله لړزېدلی يې؟
کله د چا ږغ له درانه خوبه پاڅولی يې؟
کله دي سيلونه په لمن کي ياغي سوي دي
کله د سرکښو تماشې ته کښېنستلی يې؟
کله دي دا غرونه دا لاښونه ازمويلي دي؟
کله دي د قهر خرخښې پکښي کتلي دي؟
هره پاڼه توره هر يو کاڼی يې سکروټه وه
بيا دي غوڅ سرونه د سرکښو هم شمېرلي دي
ستا خو به په ياد وي چي د لوړو غرو په څوکو کي
څاڅکي يو کېدله ترې نه جوړ لوی سېلابونه سول
وغورېدې پرښي د قدرت بېړۍ يې ډوبي کړې
تندر سو، باران سو، توپاني يې کږلېچونه سول
ستا خو به په ياد وي د ملالي ميوندۍ چيغي
ستا خو به يادېږي د رېدي او تورپېکۍ کيسې
هېر خو به دي نه وي چي دا غرونه زلزلې لري
هېري خو دي نه سوې لوګرۍ او خيبرۍ کيسې
اوس دي زړه ته لوېږي چي دا توري توپاني پرښي؟
اوس دي زړه ته لوېږي چي دا توري پولادي دړي؟
ورسي د چا پښو ته اوښکي تويي کړي سجده وکړي؟
ټينګي نافرماني دا سرکښي پنجشېرۍ تړي
وايه شين آسمانه تا کوم بل چيرته ليدلي دي
داسي ولسونه چي سېلونه اېلولای سي
داسي ارادې چي توپانونه خپلولای سي
داسي کلک سوکونه چي ټانکونه اوبولای سي