نظم

ورک ماشوم

دروېش درانی

چي له خپله کاره راغلم کله کور ته

د کور بام ته په دا وختمه پورته

چي يې سمه له نژدې ننداره وکړم

ځان پرې پوه کړم او بيا يې چاره وکړم

تېره شپه و په باران کي ځڅېدلى

ډېر ګنده و په باران کي څڅېدلى

ساعت پس چي د خپل کور له دغه بامه

يو ځل لاندي ولاړ نظر زما ناپامه

را روانه يوه پېغله په ورو ورو وه

نوک يې ونيو چي تر ما په تېرېدو وه

چي خبره يې کوله وارخطاء سوه

خو بيا هم يې دا ويل را ته لګيا سوه

چي بېخي د ګرځېدو نه يم اوس نوره

ماشوم ورور مي را وتلى دئ له کوره

په هغه پسې مي ځان دئ ستړى کړى

و مي نه موند په هيڅ ځاى کي هم سپېر مړى

ته لږ وګوره ، له تا سره خو نسته ؟

زه حېران سوم چي " له ما سره خو نسته ؟ "

بيا چي وګورم ښه سم نو ور ته وايم

" نه نه زه خو پر دې بام باندي تنها يم "

چي يې واورېده له ما دغه خبره

لکه نه چي وي رښتيا دغه خبره

په تلوار هغه له ما روانه نه سوه

ژر پر لار هغه له ما روانه نه سوه

په کتو يې وې دا رنګه سترګي دواړي

لکه دا چي دا کوم ځوک دا مهال غواړي

هغه پاس زما د کور پر دغه بام وي

زه يې نه وينم د دې ښه ور ته پام وي

بيا چي تله نو هم په نه زړه سوه روانه

داسي نه وه چي په ښه زړه سوه روانه

مخته تله مګر بيا بيا يې کتل شا ته

پر حال باندي يې افسوس راغى و ما ته

ما ويل دا به تر څو دا هسي ګرځي

خوارکۍ به په کوڅو دا هسي ګرځي

دا ماشوم بلا وهلى ګوره څه سو

مځکي وخوړ که اسمان ته په خاته سو

بيا مي وويل ، دا هم ډېره ساده ده

آس د عقل ښايي نه لري پياده ده

ورک ماشوم چي لټوي څوک پر بام پورته

باور نه کوم چي بيايي به يې کور ته

بيا چي سوم را کوز له بامه په دا حال کي

نو هم ورور مي د دې پېغلي و په خيال کي

ما ويل بلا وهلى ګوره څه سو

مځکي وخوړ که اسمان ته په خاته سو

چي مي دغه اندېښنه سوه ښه ژوره

هغه وخت چا را ته وکړه دا خبره

چي ته څه له يې لګيا په خوشي فکر

چي کوې د دغي کومي پېغلي ذکر

هغه ده بېخي پر وروره او بې خوره

ده يوازي هم له پلاره هم له موره

چي ورور نه لري نو ورور يې څنګه ورک سو ؟

په دې ما ته ځان ښکاره هغه هلک سو

چي د دغي ښايستې پېغلي په کار و

آواز کړى هغې ما ته په وار وار و

مګر ما خبره وا نه ورېده سمه

ماشوم نه وم مګر پوهه مي وه کمه

وو غوږونه مي د عفل کاڼه دواړه

په خالي لاس هغه څوک را څخه لاړه

ياداوه چي يې ورک ورور خو زه يې غوښتم

و پر خوله يې ذکر نور خو زه يې غوښتم